مهم خبرونهنړیوال

د اپستين اسناد: د قضیې قانوني وکیل مخکې د فتح‌الله ګولن استازی و

د امريکا د عدليې وزارت له لوري تازه خپاره شوي اسناد ښيي چې د امريکايي جنسي مجرم او قاچاقبر جفري اپستين د قضیې وکیل، ريد وينګارټن، مخکې د فتح‌الله ګولن قانوني استازيتوب پر غاړه درلود. د ترکيې رسنيو د رسمي سرچينو له قوله راپور ورکړی چې دغه اسناد د درې ميليونو څخه زياتو اسنادو يوه برخه ده چې د اپستين د قضیې د پراخو پلټنو په لړ کې عامو خلکو ته وړاندې شوي او د قانوني اړيکو او قضايي ليکونو جزئيات څرګندوي. د دغو اسنادو له مخې، وينګارټن په ۲۰۱۹ کال کې د امريکا قضايي چارواکو ته په يوه رسمي ليک کې د اپستين استازيتوب کړی او د قضیې اړوند اسنادو د ساتنې او وړاندې کولو غوښتنه يې کړې وه. له دې سره هم تاييد شوې چې نوموړي په تېرو کلونو کې د فتح‌الله ګولن وکالت هم کړی او هغه تورونه يې رد کړي چې د ۲۰۱۶ کال د ترکيې د ناکامې کودتا سره تړاو لري. فتح‌الله ګولن د هغه خوځښت مشر دی چې د ترکيې حکومت يې تروريستي سازمان بولي او هغه تورنوي چې د ۲۰۱۶ کال د جولای د کودتا شاته لاس لري. له ګولن سره نږدې سرچينې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۲۱مه اعلان وکړ چې هغه د امريکا د پنسلوانيا په ايالت کې په خپل استوګنځای کې وفات شوی دی. جفري اپستين، چې د ځوانانو د جنسي ناوړه ګټې اخيستنې د يوې شبکې د رهبري تور پرې لګول شوی و، په ۲۰۱۹ کال کې په نيويارک زندان کې مړ شو. د هغه قضيه د بېلابېلو نړيوالو څېرو نومونه لري، چې پکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پخوانی ولسمشر بيل کلنټن، د بريتانيا شازاده اندرو او يو شمېر پخواني چارواکي شامل دي؛ يوه موضوع چې لا هم د عامه افکارو پام ځان ته را اړولی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button