اقتصادمهم خبرونه

يو اماراتي شرکت په افغانستان کې د زرو ميګاواټه د غازي برېښنا د توليد لپاره چمتووالی ښودلی

يو اماراتي شرکت اعلان کړی چې غواړي په افغانستان کې د ګاز له سرچينو څخه د زرو ميګاواټه برېښنا د توليد په برخه کې پانګونه وکړي؛ دا طرحه کولای شي د هېواد د برېښنا د انرژۍ د کمښت يوه برخه جبران کړي.

تانکوت داشد مير، د امارات د «اچ.اچ.اېم» د شرکتونو د ډلې رييس، دغه موضوع د افغانستان د برېښنا شرکت (برشنا) له عمومي اجرايوي رييس عبدالحق همکار سره په يوې کتنه کې شريکه کړې او د خپل شرکت چمتووالی يې د برېښنا د توليد عملي پروژو ته د ننوتلو په اړه اعلان کړی دی.

په دې کتنه کې عبدالحق همکار د ياد وړانديز هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د طالبانو اداره د انرژۍ په برخه کې له پانګونې ملاتړ کوي او هڅه کوي د برېښنا د توليد د خوندي پانګونې لپاره لازم شرايط برابر کړي.

افغانستان په تېر څو کلونو کې له جدي برېښنايي کمښت سره مخامخ و او د هېواد د انرژۍ ډېره برخه له بهر څخه تأمينېږي؛ له همدې امله د بهرنيو پانګوالو پام د کورنيو سرچينو، په ځانګړي ډول د ګازو، پر لور زيات شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button