ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

ایلان ماسک د افغانستان د غلامۍ په اړه د نړيوالې ټولنې پر چوپتيا نيوکه وکړه

ایلان ماسک، چې يو پېژندل شوی ميلياردر او د سپېس ایکس شرکت مشر دی، د سه شنبې په ورځ د دلوې په ۷مه، د ټولنيزو رسنيو له لارې يو مطلب بيا خپور کړ او د افغانستان د بشري حقونو د وضعيت په اړه د نړيوالې ټولنې چوپتيا يې په څرګنده توګه تر پوښتنې لاندې راوسته.

په هغه متن کې چې د ماسک له خوا بيا خپور شوی، ادعا شوې چې د «غلامۍ» دود يو ځل بيا په افغانستان کې راڅرګند شوی دی؛ داسې يو دود چې له مخې يې ماشومان د جنسي غلامانو يا د خدمتکارانو په توګه کارېږي. دا ادعاوې د ماشومانو د امنيت او انساني کرامت په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي، په تېره بيا په هغو سيمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

ماسک د «چېرته ده د چپ غږ په وړاندې دا ظلم؟ غونډې او ويناوې چېرې دي؟» په څېر پوښتنې راپورته کړې او ويلي يې دي چې د ادعا شوي بشري حقونو مدافع نړيوال بنسټونه او سياسي خوځښتونه په دې چارو کې د دوه‌ګونې تګلارې ښکار دي.

د دې غبرګونونو تر شا حقيقت دا دی چې د طالبانو اداره په خپلو جزايي اصول‌نامو کې د «غلام» اصطلاح په څو مادو کې کارولې، چې له مخې يې د غلامۍ يو مفهوم د هېواد د حقوقي جوړښت برخه ګرځېدلې ده. سره له دې چې دا موضوع د بشري حقونو د فعالانو له لوري محدود خو اندېښمنوونکې غبرګونونه پارولي، خو تر اوسه د نړيوالې ټولنې له لوري هېڅ پراخ او قاطع غبرګون نه دی ليدل شوی — يوه وضعه چې يو ځل بيا د نړۍ د واقعي ژمنتيا په اړه د بشري حقونو د دفاع لپاره جدي پوښتنې راپورته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button