په پکتيا او غزني کې د کاري جوازونو برېښنايي وېش پيل شو

د پکتيا او غزني ولايتونو کې د کار جوازونو د برېښنايي وېش بهير پيل شوی دی. دا ګام د دغو دوو ولايتونو د کار او ټولنيزو چارو رياستونو له خوا عملي شوی او هغه کارکوونکي پکې شامل دي چې په امارتي ادارو او خصوصي سکتور کې دندې تر سره کوي.
د دغو رياستونو په وينا، د دې بهير موخه د اسانتيا، شفافيت او نظم رامنځته کول دي چې د کاري جوازونو په صادرولو کې به اغېز ولري. دوی ټينګار کوي چې د برېښنايي سيستم کارونه کولای شي د اداري چارو په ښه تنظيم او د کارکوونکو د خدماتو په آسانه ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
سيمه ييز چارواکي ډاډ ورکوي چې د جوازونو ټول پړاوونه به په منظم او پر وخت ډول ترسره شي، او له دې سيستم سره به د جواز د غوښتنې او ترلاسه کولو بهير د متقاضيانو لپاره ساده شي.
دا هم ياده ده چې له دې وړاندې په ځینو نورو ولايتونو کې هم د يوې وزارت د معلوماتي ټېکنالوژۍ رياست په ابتکار د کاري جوازونو برېښنايي وېش پيل شوی و.




