اژهيي: ټرمپ اوس له نورو هېوادونو د مرستې غوښتنه کوي

د ايران د اسلامي جمهوريت د قضايي قوې رئيس وويل چې د امريکا ولسمشر په وروستيو ورځو کې له ځينو هېوادونو غوښتي دي، چې د هرمز تنګې ته جنګي بېړۍ او ځواکونه واستوي، خو د ده په وينا، دغو غوښتنو کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی. محسني اژهيي د سيمې وروستيو بدلونونو ته په اشارې سره وويل، امريکا پخوا هڅه کوله چې ځان د داسې ستر ځواک په توګه وښيي، چې هېڅ هېواد د هغې د مقابلې توان نه لري. خو د ده په خبره، د وروستۍ جګړې پر مهال د استکبار عظمت ته سخت زيان رسېدلی دی. نوموړي زياته کړه، د ايران ځای او د «اسلامي ځواک» مقام د نړيوال نظر په منځ کې پياوړی شوی دی. د ايران د قضايي قوې رئيس همدارنګه وويل، د ايران مخالفينو فکر کاوه، چې د جګړې په تحميل سره به د هېواد داخلي ثبات ګډوډ کړي. خو ده وويل، سره له دې چې يو شمېر لوړپوړي څېرې، لکه د اسلامي جمهوريت رهبر او ځيني قوماندانان وژل شوي، د هېواد اداره پرته له ځنډه دوام لري. د اژهيي په وينا، نه يوازې په چارو کې کوم خنډ نه دی رامنځته شوی، بلکې د خلکو روحيه او مقاومت هم زيات شوی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د هرمز تنګې ستراتيژيکه اوبه تل د سيمهييزو او نړيوالو معادلاتو له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.




