مصر او ترکیې د ستراتېژيکې همکارۍ ګډه اعلاميه لاسليک کړه

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ستراتېژيکو همکاريو د شورا په دوهمه ناسته کې ګډه اعلاميه لاسليک کړه چې موخه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو پراخول اعلان شوي دي.
دغه اعلاميه د رجب طيب اردوغان د رسمي سفر پر مهال قاهرې ته لاسليک شوه؛ يو سفر چې د دواړو غاړو له لوري د سياسي او اقتصادي اړيکو د بيا رغونې او پياوړتيا هڅه بلل کېږي.
د راپورونو له مخې، دواړو ولسمشرانو په دې ناسته کې د مصر او ترکيې ترمنځ د سوداګريزو تبادلو د کچې د زياتولو پر لارو چارو خبرې کړې او د سيمې وروستۍ بدلونونه يې هم وڅېړل. دواړو لورو ومنله چې په راتلونکو کلونو کې به د دوه اړخيزې سوداګرۍ حجم تر ۱۵ ميليارده ډالرو لوړوي.
د قاهرې او انقرې اړيکې په تېرو کلونو کې د ځينو سيمهييزو موضوعاتو، لکه د ليبيا وضعيت او په مصر کې د اخوان المسلمين د موضوع له امله له تنشونو سره مخ وې. خو د وروستۍ اعلاميې لاسليکول ښيي چې دواړه هېوادونه غواړي دغه اختلافونه د خبرو او همکارۍ له لارې اداره کړي.
رجب طيب اردوغان د مصر له سفر وړاندې د سهشنبې په ورځ سعودي عربستان ته هم سفر کړی و او هلته يې د دغه هېواد له چارواکو سره ليدنې لرلې.




