امنیت او پېښېمهم خبرونه
زلزله کابل او څو ولایتونه ولړزول

نن مازدیګر د کابل پر وخت د درې بجې او دوه څلوېښت دقیقې په شاوخوا کې یو زلزله د کابل ښار او د هېواد د ختیځ او شمال ختیځ یو شمېر ولایتونه ولړزول.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، دا پېښه په څو سیمو کې په څرګنده توګه احساس شوې ده. تر اوسه د احتمالي زیانونو یا بشري تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.
د زلزلې د مرکز او د هغې د شدت په اړه تر اوسه پورې اړوندې ادارې رسمي جزئیات نه دي اعلان کړي او لا هم دقیقه معلومات شتون نه لري.




