اقتصادمهم خبرونه

د دوشي – باميانو د سړک بيارغونه له بېلابېلو پرمختګونو سره روانه ده

د طالبانو د عامه ګټو وزارت ويلي، چې د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ او د باميانو د مرکز ترمنځ د ۱۷۰ کیلومتره سړک د بيارغونې او پراخولو پروژه په څو برخو کې له بېلابېلو پرمختياوو سره روانه ده.

د دغه وزارت د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ، په دې مسير کې د ۲۲ کیلومتره سړک د درندو خاكداريو كار روان دی. همداراز، په ۱۸ کیلومتره بله برخه کې نرمې خاك‌کيندنې روانې دي او د ۲۲ کیلومتره سړک د برابرولو او ډکولو چارې نېږدې پای ته رسېدلي.

د دوشي–باميانو سړک د هېواد په مرکزي سیمو کې له مهمو مواصلاتي لارو څخه ګڼل کېږي. دا لار د سالنګ لویې لارې بديله ګڼل کېږي، او هغه مهال چې سالنګ د واورې، د غرښويي يا تخنيکي کارونو له امله بند شي، خلک او مسافر کولی شي چې د باميانو له لارې سفر وکړي.

سره له دې، چې دا لار ستراتیژیک اهمیت لري، خو د پروژې د تطبیق په بهير کې د شفافيت نشتوالی او د طالبانو ادارې له موثريت سره د خلکو بې‌باوري، د دې پروژې د کیفیت او پر وخت بشپړېدو په اړه اندېښنې راپارولي دي. تر دې مخکې هم، خپلې ځينې ورته پروژې طالبان له لازم تخنيکي څارنې پرته پای ته نه دي رسولې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button