امنیت او پېښېمهم خبرونهمهم سرلیک

د ډیورند کرښې نښتو له امله له ۱۱۵ زره زیات افغانان بې‌ځایه شوي

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) راپور ورکړی چې له فبرورۍ له ۲۶مې نېټې راپه دېخوا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو له زیاتوالي سره، له ۱۱۵ زره څخه ډېر ملکي وګړي په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې بې‌ځایه شوي دي. دغو کورنیو ته اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او په لنډمهالو سرپناګانو، موقتي کمپونو او یا د خپلو خپلوانو په کورونو کې پناه واخلي.

د راپور له مخې، یوازې د جګړو په لومړۍ اوونۍ کې لږ تر لږه ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه له ۸۰۰ څخه ډېر استوګنیز کورونه ویجاړ شوي یا جدي زیانمن شوي دي. د مرستندویو ادارو خبرداری ورکړی چې بې‌ځایه شويو کسانو له سختو ستونزو سره مخ دي، په ځانګړي ډول د څښاک اوبو، روغتیایي خدمتونو او تعلیمي اسانتیاوو له کمښت سره.

د ناروې د کډوالو شورا ویاند ویلي چې “د بې‌ځایه کېدو کچه له تصور هاخوا ده” او زیاتره کورنۍ په ناوړه حالاتو او له جدي اقتصادي ستونزو سره ژوند تېروي. یو شمېر کورنیو د ګڼه ګوڼې او غیرمعیاري کورونو کرايې ته مخه کړې چې د هغو د ورکړې وس نه‌لري.

د ناامنۍ دوام هم د بنسټیزو خدمتونو د ځنډېدو لامل شوی دی. له ۲۰ څخه ډېر روغتیایي مرکزونه د امنیتي وضعیت له امله خپلې چارې درولي، چې له دې ډلې پنځه یې د پاکستان له لوري د هوایي بریدونو او ډزو له کبله زیانمن شوي دي. د نړیوالو خوړو پروګرام په ځینو سیمو کې د خوراکي توکیو وېش موقتآ درولی او د ناروې د کډوالو شورا په خوست ولایت کې درسي ټولګي ځنډولي، چې له امله یې ۶۲۶ ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.

د نړیوالو خوړو پروګرام تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې افغانستان به په راتلونکي پسرلي کې له سختې خوړو کمښت سره مخ شي، که د بودجې کموالی ژر جبران نه‌شي. اوس له نښتو د پراخېدو سره د خوړو د بحران د زیاتېدو اندېښنې هم لوړې شوې دي.

دغه بحران په داسې وخت کې زیات شوی چې لا هم زرګونه کسان د پخوانیو پېښو له امله بې‌ځایه دي. له ۲۵ زره څخه ډېر کسان چې شپږ میاشتې وړاندې د کنړ د زلزله‌ له امله بې‌ځایه شوي وو، اوس اړ دي خپل لنډمهالي سرپناګان پرېږدي او هغو سیمو ته ستانه شي چې خدمتونه په‌کې محدود دي. همدارنګه، شاوخوا ۱۴ زره او ۵۰۰ نور کسان که جګړې دوام وکړي د بې‌ځایه کېدو له خطر سره مخ دي.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې تر دې دمه یې له څلور زره او ۳۰۰ کسانو سره نغدې مرسته کړې او پلان لري دا مرسته څلور زره نورو ته هم وغځوي. خو د بودجې سخت کمښت د بشري مرستو د ځواب‌ ویلو کچه محدوده کړې، او دا وضعیت د طالبانو د ادارې د پرله‌پسې بحرانونو د مؤثر مدیریت ناتواني هم راښيي.

په ورته وخت کې، انساني وضعیت د هغو افغانانو پر ژوند هم اغېز کړی چې د هېواد نه بهر اوسي. راپورونه ښيي چې د ایران په خاوره کې له ۴.۴ میلیونو زیات افغانان مېشت دي، چې له دې ډلې یو شمېر یې د امنیتي اندېښنو او اقتصادي فشارونو له امله هېواد ته ستنېږي، او هره ورځ شاوخوا ۱۷۰۰ تنه بېرته افغانستان ته راګرځي.

د مرستندویو ادارو له ټولو ښکېلو لورو غوښتنه کړې چې د ملکي وګړو خوندیتوب تضمین کړي او د بشردوستانه کارکوونکو ته دې د زیانمنو سیمو ته د بې‌خنډه لاسرسي زمینه برابره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button