په فرزه ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۱۸ کسان نيول شوي

د کابل د فرزه ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ وايي، د لس ورځني عملیاتو په پايله کې ۱۸ کسان د نشهیي توکو او محرک تابلیتونو د قاچاق په تور نیول شوي او له دوی څخه ډېر مقدار توکي ترلاسه شوي دي.
د دې ولسوالۍ د امنیتي چارواکو په وینا، د عملیاتو پر مهال تر ۳۲ زره زيات زېګپ تابلیتونه، له ۱۳ زرو ډېر د «کا» په نوم مخدر تابلیتونه او شاوخوا ۲۳ کيلوګرامه چرس کشف او ضبط شوي دي. همدارنګه، اووه موټر چې د موادو د انتقال لپاره د ولايتونو ترمنځ کارېدل، د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
اقبال احمد انتقام، د فرزه ولسوالۍ امنیه قوماندان، د سيمې د خلکو همکاري په دغو نيونو کې مهمه بللې او ويلي يې دي چې اوسېدونکي هر مشکوک مورد له امنیتي ځواکونو سره شريکوي. هغه زياته کړې، که له خلکو سره همکاري نه وای، د دې ډول شبکو پېژندل به ډېر ستونزمن وو.
امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د دې ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې د نشهیي توکو کر و توليد نږدې له منځه تللی، خو د دوی په وينا، ډېر صنعتي مخدر مواد لا هم له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته قاچاق کېږي؛ يوه موضوع چې د نشهيي توکو پر وړاندې د سرحدي ننګونو دوام ښيي.
د فرزه امنيه قوماندان ويلي چې نیول شوي کسان د تحقيقاتو پر مهال منلې چې مواد یې له هېواد څخه بهر راوړل. نوموړي ټينګار کړی چې امنيتي ځواکونه د دې پدیدې پر ضد کلک ولاړ دي، خو منتقدان بيا باور لري چې د قاچاق د دوامدار مخنيوي لپاره زيات شفافيت، حساب ورکونه او ملي او سيمهيیزې بنسټیزې ستراتيژۍ اړينې دي.
په همدې وخت کې، خالد، د دې ولسوالۍ د کنټرول آمر، ويلي چې دغه کسان د موټرو له لارې مواد له يو ولايت څخه بل ته لېږدول. د ځينو نیول شویو کسانو په وينا، دوی پخوا د نشهيي موادو استعمال کوونکي وو او د اقتصادي ستونزو له امله د قاچاقي شبکو غړي شوي دي.
يو نيول شوي کس ويلي چې د يو وخت استعمال وروسته ورته د معاش په بدل کې د کار وړانديز شوی او د موادو په وېش بوخت شوی و. بل کس ادعا کړې چې دغه مواد له پاکستان څخه جلالاباد ته راوړل کېدل او بيا کابل او نورو ولايتونو ته انتقالېدل.




