امنیت او پېښېمهم خبرونه

په کابل کې د نشه‌يي موادو د قاچاق د قضیې په تړاو اته کسان نیول شوي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کابل ښار د نشه‌يي موادو ضد پولیسو د عملیاتو پر مهال شاوخوا ۳۸ زره مخدرې ګولۍ او ۲۳ کیلوګرامه چرس نیولي او اته کسان یې د دې پېښې په تړاو نیولي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یاد عملیات د کابل ښار د څلورم، پنځلسم او اوولسم امنیتي حوزو په سیمو کې ترسره شوي دي، هغه سیمې چې د امنیتي ارګانونو په اند، د نشه‌يي موادو د قاچاق احتمالي لارې ګڼل کېږي.

وزارت زیاته کړې چې د نیول شوو کسانو لومړنۍ څېړنې روانې دي او تر بشپړېدو وروسته به مظنونین عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button