بېپیلوټه الوتکې د غزني ښار او شاوخوا سیمو په فضا کې ګرځي

په غزني ولایت کې ځايي سرچینو خبر ورکړی چې تېره شپه څو بېپیلوټه الوتکې د غزني ښار او اړوندو ولسوالیو په فضا کې په ټیټه ارتفاع الوتې دي او تر نن سهار پورې یې ګزمه دوام درلود.
د دغو سرچینو په وینا، یادې الوتکې څو ځله په بېلابېلو سیمو کې لیدل شوي او د سیمې اوسېدونکو ته یې وېره او اندېښنه رامنځته کړې ده. یو شمېر خلکو د دغو پروازونو ویډیوګانې له رسنیو سره شریکې کړې دي او ویلي یې دي چې د الوتکو دوامداره شتون د خلکو رواني ارامتیا ګډوډه کړې ده.
سرچینو زیاته کړې چې له دې وړاندې هم د واغظ ولسوالۍ په فضا کې ورته پروازونه ترسترګو شوي وو، خو په وروستیو ورځو کې د الوتکو د ګزمو پراخوالی تر غزني ښار او شاوخوا سیمو رسېږي.
تر اوسه پورې معلومه نه ده چې دغه بېپیلوټه الوتکې د کوم هېواد اړوند دي. په تېر مهال کې هم په پنجشېر او کاپیسا ولایتونو کې د بېسرنشینه الوتکو د پروازونو راپورونه ورکړل شوي وو.
ځینې شنونکي ګمان کوي چې ممکن دغه ګزمې د تندروه ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان (TTP) او القاعده د فعالیتونو څار لپاره ترسره کېږي. خو تر اوسه د طالبانو اداره په دې اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی. د دغې ادارې چوپتیا د هېواد د فضایي حریم د کنټرول په هکله پوښتنې راولاړې کړې دي.




