امنیت او پېښېمهم خبرونه

یو بې‌پیلوټه الوتکه د میدان وردګو په غرونو کې لوېدلې ده

سیمه ییزې سرچینې وايي، نن سهار یوه بې‌پیلوټه الوتکه د میدان ښار د غرنیو سیمو په کچه، چې د میدان وردګو ولایت مرکز دی، را لوېدلې ده.

د دغو سرچینو په وینا، دا پېښه د لرې پرته غرنیو سیمو کې رامنځته شوې او تر اوسه د الوتکې د ډول، د الوتنې د سرچینې او یا د لوېدو د لامل په اړه نور جزئیات نه دي ترلاسه شوي.

د طالبانو تر واک لاندې سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي او لا روښانه نه ده چې دا پېښه له نظامي فعالیتونو او که د کشفي الوتنو له چارو سره تړاو لري.

سرچینې زیاتوي، د پېښې د ځای څېړنې روانې دي، خو د اړوندو ادارو له‌خوا د شفافیت او پر وخت د معلوماتو نه خپرېدو په اړه اندېښنې او ابهامونه ډېر کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button