مهم خبرونهنړیوال

په بصره کې د امريکايي شرکتونو پر تاسيساتو د ډرون بريد؛ پراخ اور لګېدلی

د عراق د بصرې په ښار کې د يو ډرون بريد له امله د دوو امريکايي شرکتونو په دفترونو او ګدامونو کې پراخ اور لګېدلی او عراقي کارګران له سيمي څخه ويستل شوي دي.

د رويټرز خبري اژانس د باوري سرچينو له خولې راپور ورکړی چې دغه بريد د «هاليبرټن» او «کې‌بي‌ار» شرکتونو تاسيسات هدف ګرځولي دي. د پېښو وروسته، اور د دواړو شرکتونو اداري دفترونه او ګدامونه سوځولي دي.

الجزيرې تلويزيون هم دا خبر تأييد کړی او ويلي يې دي چې د ډرون بريد له امله رامنځته شوی اور د دغو مرکزونو يو شمېر برخې نيولي دي.

د بصرې د عملياتو قوماندانۍ يو چارواکی وايي، پر دغو دوو امريکايي شرکتونو ترسره شوي بريدونه د «ډېره پراخه اورلګېدنې» سبب شوي دي.

يو عراقي امنيتي چارواکي الجزيرې ته ويلي چې د دغه ډول امريکايي نفتي شرکتونو دفترونه په بصره کې له عراقي کارګرانو تخليه شوي دي. تر اوسه د احتمالي تلفاتو او د بريد د عاملينو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button