د اپستین د نوو اسنادو له خپرېدو وروسته د «ديپي ورلډ» نوي پانګونې وځنډول شوې

د برېتانيا د مالي پرمختګ اداره او د کاناډا دوهم ستر تقاعد صندوق اعلان کړی چې له دې وروسته به خپلې نوې پانګونې په دوبۍ کې د مېشتې «ديپي ورلډ» شرکت کې وځنډوي. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د امريکا د عدليې وزارت تازه اسناد خپاره کړل، چې له مخې يې د دغې کمپنۍ اجرائيه مشر سلطان احمد بن سليم د جفري اپستين له نوم سره يو ځای ياد شوی دی.
د خپرو شويو اسنادو له مخې، د اپستين او بن سليم اړيکې له ۲۰۰۸ کال وروسته، چې اپستين محکوم شوی و، تر يوې لسيزې زياتې دوام وکړې. دا اسناد برېښنالیکونه او لنډ پيغامونه رانغاړي چې په کې د کاري موضوعاتو او د ليدنو د همغږۍ يادونه شوې ده.
«ديپي ورلډ» د نړۍ له سترو لوژستيکي شرکتونو څخه شمېرل کېږي او شاوخوا لس سلنه نړيواله سوداګري اداره کوي. بن سليم په تېرو کلونو کې د دې شرکت د فعاليتونو د پراخېدو په برخه کې مهم رول لوبولی او د دوبۍ یو مخور سوداګریز شخصیت بلل کېږي.
نوموړی د «ديپي ورلډ» تر مشرۍ سربېره، د دوبۍ د نړيوالې سوداګرۍ خونې، بندرونو، ګمرکاتو او ازادو زونونو مشري هم پر غاړه لري. د نوو پانګونو ځنډول کېدای شي د دې شرکت پر اعتبار او نړيوالو سوداګریزو اړيکو اغېز ولري.
د امريکا د عدليې وزارت میلیونونه اسناد خپاره کړي دي چې له جفري اپستين، د پانګېدار او د جنسي جرمونو د محکوم شوي کس، سره تړلي دي. په دې اسنادو کې د سیاست، مالي چارو، زدهکړو او سوداګرۍ څو پېژندل شوې څېرې هم يادې شوې دي، چې په لړ کې يې د امريکا اوسنی ولسمشر دونالد ټرمپ، بيل کلينټن، ايلان ماسک او بيل ګېټس شامل دي.




