په بلخ کې د درې ورځني کورنيو توليداتو نندارتون پرانيستل شو

په مزارشريف، د بلخ ولايت په مرکز کې د درې ورځني ملي نندارتون د کرهڼيزو او حيواني توليداتو د ملاتړ په هدف ترسره شوی دی. دغه نندارتون د شاوخوا سل کورنيو شرکتونو او توليدوونکو په ګډون جوړ شوی او لسګونه غرفې يې د بېلابېلو توکو ننداره وړاندې کړې ده.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ويلي چې په دې نندارتون کې تر سل زياتې غرفې د کورنيو توليداتو د معرفي کولو لپاره ځانګړې شوې دي. په دغو غرفو کې لبني محصولات، لاسي صنايع، غالۍ، وچه مېوه او نور کورني خوراکي توکي د ليدونکو لپاره وړاندې شوي دي.
د نندارتون جوړوونکو هدف دا ښوولی چې د کورنيو توليداتو د بازار موندنې پياوړتيا او د توليدوونکو او مصرفوونکو تر منځ د مستقيمو اړيکو رامنځته کول دي. بلخ د هېواد له مهمو کرنيزو ولايتونو څخه دی او هر کال د سيمهيز اقتصاد د ودې لپاره د ورته پروګرامونو کوربه وي.
خو زيات شمېر توليدوونکي ټينګار کوي چې د کورنيو توليداتو دايمي پراختيا روښانه تګلارو، پراخو بازارونو ته د لاسرسي او د طالبانو د ادارې عملي ملاتړ ته اړتيا لري؛ هغه موضوعات چې په وروستيو کلونو کې د خصوصي سکتور جدي ننګونې بلل کېږي.




