په ننګرهار کې د ۱۴۲۰ تاریخي آثارو ډیجیټلي کولو بهیر پیل شو

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې د ختیځ زون موزیم ۱۴۲۰ تاریخي آثارو د ډیجیټلي کولو بهیر یې پیل کړی، تر څو دغه آثار په خوندي ډول وساتل شي او د راتلونکو نسلونو لپاره د لاسرسي وړ وي.
د دې ریاست مسؤلین وايي، دا پروګرام د لرغونو آثارو د ساتنې، د معیاري نندارتونونو د برابرولو، د علمي څېړنو د پیاوړتیا او د فرهنګي میراث د راتلونکو نسلونو ته د انتقال په موخه پیل شوی دی.
په خبرپاڼه کې چې د دې ریاست له خوا خپره شوې ده، راغلي چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لارښوونو له مخې، د تاریخي آثارو درېبعدي ډیجیټلي کولو بهیر پیل شوی او په دې برخه کې د دغو آثارو فزیکي او تاریخي ځانګړتیاوې په دقیق ډول ثبتېږي.
د فرهنګي چارو کارپوهان وايي، د تاریخي آثارو ډیجیټلي کول کولی شي د فرهنګي میراث د له منځه تلو، قاچاق او هېرېدو د مخنیوي لپاره مهم رول ولوبوي؛ یو موضوع چې په وروستیو کلونو کې د فرهنګي ساتنې د واضح او دوامدارو تګلارو د نشتوالي له امله د هېواد د اوسېدونکو او فرهنګي فعالانو اندېښنې زیاتې کړې دي.




