په ميدان وردګو کې د درنو ترازوګانو عصري ډيجېټلي سيستم فعال شو

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وياند اعلان کړی چې د ميدان وردګو د ولايت په تنگي دوراهي سيمه کې د درنو موټرو د وزنولو لپاره يو عصري او معياري ډيجېټلي ترازو سيستم جوړ او فعال شوی دی. د ده په وينا، دا پروژه د حکومت د ډيجېټلي کولو عمومي رياست له لوري تطبيق شوې او د عامه هوساينې وزارت په همغږۍ سره يې عملي کار ترسره شوی دی.
عنایتالله الکوزی ويلي، له دې سيستم سره به د باروړونکو موټرو وزن په قانوني او دقيق ډول ثبتېږي. د دې اقدام هدف د سړکونو د تخريب مخنيوی د زيات بار له امله او د درنو وسايطو د تناژ د کنټرول په بهير کې د شفافيت رامنځته کول دي.
هغه زياته کړه چې دا سيستم کولای شي د باروړنې ترانسپورت پورې اړوند عوايد او مالياتو د شمېرنې بهير هم آسان او تېز کړي. د ميدان وردګو شاهراه د هېواد د مرکز له مهمو لارو شمېرل کېږي چې هره ورځ په سلګونو باروړونکي موټر پرې تګ راتګ کوي.




