د امریکا د خارجي سیاست پخوانی لانجمن څېره دیک چنی ومړ

دیک چنی، د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري غوښتونکي ګوند یو له بانفوذه سیاستوالو څخه او د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ په دوره کې مرستیال ولسمشر، د سینه بغل (ذاتالریه) او د زړه ناروغۍ له امله ۸۴ کلنۍ کې ومړ. د هغه کورنۍ د وفات خبر تایید کړی دی.
چنی د ۲۰۰۳ کال پر عراق د لانجمن برید په لور د بوش اداره د سوق کولو له کلیدي اشخاصو څخه ګڼل کېږي، او د ۲۱مې پېړۍ په پیل کې د امریکا د خارجي سیاست په تغییر کې مهم نقش لوباوه. هغه تر مرستیال ولسمشرۍ مخکې، د بوش پلار په اداره کې د دفاع وزیر او د جرالد فورد د حکومت پر مهال د سپینې ماڼۍ د دفتر رئیس پاتې شوی و.
دیک چنی لومړی ځل په ۱۹۷۸ کال کې د وایومینګ ایالت استازی په توګه د امریکا کانګریس ته لار ومونده او تر ۱۹۸۹ پورې یې دا دنده ترسره کړه. وروسته، له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۰ پورې د هالیبرتون په نامه د یوې سترې نفتې کمپنۍ مشري وکړه، کومه چې د هغه پراخو تجارتي ګټو او ژیوپولیتیکي بدلونونو پر سر له نیوکو سره مخ شوه.
چنی، د نورو جمهوري غوښتونکو چارواکو سره یوځای، له ویتنام جګړه کې د سرتیري خدمت نه ډډه کړې وه. هغه د خپلې سیاسي دورې په اوږدو کې له سختو نیوکو سره مخ و، په ځانګړې توګه د بشري حقونو فعالانو او د جګړې مخالفینو له لوري. ورستیو کلونو کې، هغه د دونالد ټرمپ پر وړاندې د تندو دریځونو له امله د خپل ګوند له بېمهری سره مخ شو.
سره له دې چې چنی تل محافظهکاره لیدلوري درلودل، خو په ۲۰۲۴ ټولټاکنو کې یې سمبولیک ډول د دموکرات ګوند کاندیدې کامالا هریس ته رایه ورکړه؛ دا اقدام یې د ټرمپ په مشرۍ د جمهوري غوښتونکي ګوند له ولسپالې خوځښت څخه د هغه د ناخوښۍ څرګندوی و.
د چنی مړینه، د معاصر امریکایي خارجي سیاست له خورا لانجمنو څېرو سره د یوې دورې پای ته اشاره کوي؛ هغه شخصیت چې مداخلهپال سیاستونو یې د افغانستان په ګډون پر ډیرو هېوادونو درانه اغېزونه درلودل.




