مهم خبرونهنړیوال

د ډنمارک خبرداری ټرمپ ته د ګرینلنډ په اړه

د ډنمارک لومړۍ وزیرې مته فریدریکسن د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو او ګواښونو په غبرګون کې وویل چې دا خبرې باید جدي ونیول شي، ځکه هر ډول اقدام د دغې سیمې پر وړاندې پراخ امنیتي پایلې لرلای شي.

مته فریدریکسن په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د ګرینلنډ په نښه کول، چې د ډنمارک له خاورې برخه او د ناټو تړون غړی هیواد دی، د دې تړون له بل غړي له لوري کولای شي د ناټو د یووالي اساس کمزوری کړي. د هغې په وینا، دا ډول چلند د ګډو همکاريو له روحيې سره په ټکر کې دی.

هغې خبرداری ورکړ چې که امریکا پر ګرینلنډ احتمالي پوځي برید وکړي، دا به د روانو بهیرونو مخه ونیسي او د لویدیځ امنیتي نظام له جدي بحران سره مخ کړي؛ يو داسې بحران چې یوازې دوه اړخيزو اړیکو پورې به محدود نه وي.

ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې د «اټلانټيک» مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې امریکا له وینزویلا وروسته ګرینلنډ ته هم اړتیا لري او احتمال لري چې د واشنګټن مداخله یوازې په یوه هیواد پورې محدوده نه وي. دا په داسې حال کې ده چې ډنمارک څو ځله ټینګار کړی چې ګرینلنډ د دغه هیواد تر واک لاندې سیمه ده.

په ورته وخت کې، یو شمېر شنونکي دا دریځونه د امریکا د فشار او لاسوهنې د دوام په توګه ارزوي، په ځانګړي ډول په هغو حساسو او ستراتېژیکو سیمو کې چې مخکې یې هم د ځينو هېوادونو، لکه بریتانیا، منفي غبرګونونه راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button