دلسی رودریګز د ونزوېلا د موقتې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه

دلسی رودریګز، چې د ونزوېلا پخوانۍ مرستیاله ولسمشره ده، د نیکلاس مادورو تر نیول کېدو وروسته په رسمي توګه د دې هېواد د موقتې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه. دا بدلون د امریکا د پوځی اقدام او په ونزوېلا کې د سیاسي کړکېچ له زیاتېدو وروسته رامنځته شوی دی.
رودریګز د لوړې په مراسمو کې د هوګو چاویز میراث ته په اشارې ژمنه وکړه چې د ونزوېلا د میلیونونو اوسېدونکو د ژوند د ښه کېدو او د دوی د کرامت د بېرته راګرځولو لپاره به هڅې کوي او د راتلونکو نسلونو راتلونکې به تضمین کړي. هغې ټینګار وکړ چې تر هغه وخته به له هڅې لاس وانخلي څو هېواد یې د یو آزاد او خپلواک ملت د وړ مقام ته ورسېږي.
د ونزوېلا موقته ولسمشره همدارنګه وویل چې د ټولیزې سولې، د خلکو د ذهني ارامۍ او د هېواد د اقتصادي او ټولنیزې ثبات د خوندي کولو لپاره به بېوقفې کار کوي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د وروستیو پېښو د کورنیو او نړیوالو پایلو په اړه اندېښنې دوام لري.
په ورته وخت کې، د ونزوېلا حاکمه اداره ملي بېړنی حالت اعلان کړی او امنیتي ځواکونو او پولیسو ته یې واک ورکړی چې هغه کسان ونیسي چې د امریکا د پوځی برید په ملاتړ یا تبلیغ کې رول لري. د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د امریکا د پوځی عملیاتو او د نیکلاس مادورو د نیول کېدو مستقیم غبرګون دی.
سره له دې، چې د ونزوېلا چارواکو د دغو اقدامونو موخه د کورني امنیت خوندي کول بللي، لا هم د نیونو د معیارونو او د دې فرمان د عملي کولو څرنګوالي په اړه څرګند جزئیات نه دي خپاره شوي. منتقدان خبرداری ورکوي چې د بهرني پوځی مداخلې دوام کولی شي د ونزوېلا سیاسي او ټولنیز کړکېچ لا ژور او د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کړي.




