په دندپتان کې د افغانستان او پاکستان د ځواکونو نښتې؛ يو ملکي وګړی وژل شوی

سرچينې طلوعنيوز ته ويلي چې پرون ماښام شاوخوا يوولسو بجو د طالبانو د ادارې ځواکونه يو ځل بيا د ډيورند کرښې په اوږدو کې، د پکتيا ولايت د دندپتان ولسوالۍ اړوند سيمه کې، د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بريد وکړ. د دواړو لوريو ترمنځ دغه پېښه د اورپکو تبادلې لامل شوې ده.
د سرچينو په وينا، د دې پېښې په غبرګون کې د پاکستان پوځ يوه د توپ مرمۍ ډزه وکړه چې د دندپتان ولسوالۍ د «کوټ» سيمې په يوه استوګنيز کور لګېدلې ده. د دې پېښې له امله يو ملکي کس وژل شوی او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه د ټپيانو دقيق شمېر او روغتيايي حالت نه دی معلوم شوی. همدارنګه، د طالبانو اداره او د پاکستان چارواکو تراوسه په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
ډيورند کرښه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ يوه لانجمنه پوله ګڼل کېږي، په وروستيو کلونو کې څو ځله د پوځي نښتو شاهده پاتې شوې ده. د دغسې نښتو دوام د سيمې د اوسېدونکو د امنيت او د طالبانو د ادارې د وضعيت د مديريت په اړه اندېښنې راولاړې کړي دي، ځکه زياتره وخت عام وګړي چې د سرحدي سيمو اوسېدونکي دي، له دغو نښتو زيات زيان ويني.



