دایکندي کې خلکو د میرامور–غزني سړک د رضاکارانو په هڅه بېرته ورغولی

یو شمېر دایکندي اوسېدونکو د یو ولسي حرکت په لاره اچولو سره د میرامور ولسوالۍ او غزني ولایت ترمنځ د سړک د یوې برخې د بیارغونې چارې پیل کړي دي. په دې اقدام کې ښځې هم د سړو ترڅنګ فعاله ونډه لري.
د سیمهییزو اوسېدونکو په وینا، د تېر څو میاشتو راهیسې د دغه سړک خرابېدو د خلکو د تګراتګ جدي ستونزې رامنځته کړې وې. دوی وايي، په ځینو مواردو کې ناروغان د سړک د خراب وضعیت له امله پر وخت روغتیایي مرکزونو ته رسېدلی نهدي.
دغه سړک د دایکندي او غزني ترمنځ له مهمو ترانزیتي لارو څخه ګڼل کېږي او د ناروغانو د انتقال، سیمهییزو راکړو ورکړو او د خلکو د ورځني تګراتګ لپاره بنسټیز اهمیت لري. دایکندي اوسېدونکي زیاتوي چې د عامه زیربناګانو د ساتنې او پاملرنې نشتوالی هغوی اړ کړي چې په خپله د سړکونو د بیارغونې چارې ترسره کړي.
د ښځو ګډون په دې رضاکارانه کارزار کې د سیمهییزو خلکو د پراخ هرکلي وړ ګرځېدلی. هغوی ټینګار کوي چې د سړکونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د طالبانو د ادارې جدي پاملرنه او عملي ګامونه اړین دي، تر څو د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي نور د ترانسپورټي او روغتیایي ستونزو سره مخ نهشي.




