اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان بانک ۵۸۸ میلیونه زړې افغانۍ وسوځولې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک ویلي چې ۵۸۸ میلیونه او ۱۴۰ زره افغانۍ زړې نوټونه یې له بازار څخه راټول کړي او د کابل د ده‌سبز په ولسوالۍ کې یې په رسمي ډول وسوځول. دغه اقدام د پولي نظم د ساتنې او د ورځنيو راکړو ورکړو د اسانتيا لپاره ترسره شوی دی.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، سوځول شوې بانکنوټونه د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰ او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت وه، چې د زړوالي او نه‌دکار وړتيا له امله نور په راکړه ورکړه کې نه کارېدل.

ملا محمد آخند، د افغانستان بانک دوهم مرستیال، ويلي چې دا اداره د نافذو کړنلارو له مخې په منظم ډول زړې روپۍ راټولوي او له منځه یې وړي، تر څو د هېواد د وګړو لپاره امنه او اسانه اقتصادي راکړه ورکړه ممکنه شي.

نوموړي زياته کړې چې د له منځه تللو نوټونو په بدل کې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کېږي، څو خلک وکولای شي خپله ورځنۍ مالي چارې بې له ستونزې او ځنډه ترسره کړي. هغه همدارنګه له خلکو غوښتي چې د افغانیو په ساتنه او سمه کارېدنه کې پوره پاملرنه ولري.

د افغانستان بانک زياته کړې چې د دغو بانکنوټونو د سوځولو بهير د ټاکل شوي هيئت له لوري له بارولو وروسته، د عدليې، ماليې او امنيتي ادارو د استازو په حضور کې، په ځانګړو تنورونو کې يو ځل ترسره شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button