د معلوماتو ټکنالوجيمهم خبرونه

د مقاومت محور پراخ سايبري بريد د امريکا پر Stryker شرکت شوی

د «حنظله» په نوم يوې هک کونکې ډلې اعلان کړی چې د امريکايي Stryker Corporation پر وړاندې يې يو پراخ سايبري عمليات ترسره کړی او د دې بريد مسئوليت يې منلی دی. دغه ډلې ادعا کړې چې په دې عملياتو کې يې له دوه لکه زيات سيستمونه، سرورونه او موبايل وسايل له کاره ايستلي او شاوخوا پنځوس ترابايټ معلومات يې ترلاسه کړي دي.

د دې ډلې په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې دا اقدام د «په ميناب کې د ښوونځي پر بريد» او همدارنګه «د مقاومت محور پر زيربناوو سايبري بريدونو» په غبرګون کې شوی دی. حنظله، Stryker شرکت د صهيونيستي لابي له شبکو سره په اړيکه تورن کړی او ټينګار کوي چې دغه شرکت د دوی د سايبري عملياتو له اصلي هدفونو څخه و.

حنظله همدارنګه ويلي چې د Stryker شرکت دفترونه په ۷۹ هېوادونو کې د دې بريد له امله اړ شوي چې خپلې چارې ودرولو. تر دې دمه Stryker شرکت رسمي غبرګون نه دی ښودلی او تر اوسه د احتمالي تلفاتو د کچې د تاييد يا رد لپاره خپلواک جزئيات نه دي خپاره شوي.

حنظله د خپلې اعلاميې په بله برخه کې د خبرداري په لهجه ويلي چې دا بريد «د سايبري جګړې د نوي فصل پيل» دی او هغه ادارې يې ګواښلي چې د دوی په وينا، د سايبري بريدونو په طرحه کې لاس لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button