مهم خبرونهنړیوال

د جمعي امنيت تړون سازمان د افغانستان او تاجکستان د سرحد د پیاوړتیا لپاره تمرکز کوي

د جمعي امنیت تړون سازمان (CSTO) عمومي منشي ایمانګالي تاسماګامبتوف اعلان کړی چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سرحد امنیت پیاوړتیا د دې سازمان په مهمو لومړیتوبونو کې راځي. د هغه په وینا، دغه اقدام د منځنۍ آسیا د ثبات د ټینګښت په هدف پلان شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې ياد سازمان به د دې بهیر په لومړي پړاو کې د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته د اړینو وسلو، پوځي تجهیزات او تخنیکي وسایلو لیست تنظیم او همغږۍ کې مرسته وکړي. دا همکاری به د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ ترسره کیږي او هدف یې دا دی چې د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته لازم امنیتي امکانات برابر شي.

د طالبانو اداره تر اوسه د دې پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ دا په داسې حال کې ده چې د دغې ادارې چارواکو له مخکې څو ځل ادعا کړې چې د افغانستان ټول سرحدونه خوندي دي او له دې خاورې نه هېڅ ګاونډي ته ګواښ متوجه نه دی. سره له دې، د سیمې ګڼ سیاسي او پوځي شنونکي اندیښنه لري چې د افغانستان د شمالي سرحدونو سره د سختدریځو ډلو د فعالیت له امله ښایي امنیتي اندېښنې زیاتې شي.

نظامي شنونکي یوسف امین زازی په یوه مرکه کې ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ همغږي کولی شي د سیمې امنیت ته پراخه مرسته وکړي. هغه ټینګار وکړ چې ټول اړخونه باید همکار شي، تر څو ګډ تهدیدونه مؤثر مدیریت شي.

تر دې وړاندې هم د خپلواک دولتونو ګډوالې (CIS) سازمان عمومي منشي د CSTO له طرحې ملاتړ څرګند کړی و چې موخه یې له افغانستان سره پر پوله د امنیتي کمربند رامنځته کول دي. دا دریځونه ښيي چې، سره له دې چې د طالبانو چارواکي ډاډ ورکوي، لا هم د افغانستان سرحدي سیمو امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې پر ځای پاتې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button