د سیپيجي راپور: په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (CPJ) اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۲۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي. د دې بنسټ په وینا، دا شمېر بېساری بلل کېږي.
د دې ادارې د تازه راپور له مخې، اسراییلي ځواکونه د ثبت شویو پېښو دوه پر درېیمه برخه مسؤل ګڼل شوي دي. سیپيجي څرګنده کړې چې دا ډول تلفات د هغو وختونو له راپدېخوا چې د خبریالانو د وژنو د ثبت او مستندسازۍ لړۍ پیل شوې وه، د کلني تلفات تر ټولو لوړ شمېر دی.
په راپور کې ویل شوي چې ۲۰۲۵ کال پرلهپسې دوهم کال دی چې د خبریالانو د وژنو شمېر نوی ریکارډ جوړوي. همدارنګه، دا دوهم پرلهپسې کال دی چې اسراییل د خبریالانو د مرګ په دوه پر درېیمه پېښو کې د مسؤل لوري په توګه ښودل شوی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه چې یوه نړیواله اداره ده او د رسنیو د آزادۍ ملاتړ کوي، هر کال په نړۍ کې د خبریالانو د امنیت وضعیت ارزوي. د دې ادارې موندنې د بیان د آزادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب د وضعیت د ارزونې یو له بااعتباره سرچینو څخه ګڼل کېږي.




