اقتصادمهم خبرونه

په کندهار کې د ورځې ۲۰۰ ټنه د پنبې‌تخم تېل تولیدېږي

د کندهار د ولایت چارواکي وايي، د دې ولایت په صنعتي پارک کې د پنبې‌تخم د تېلو تولید کچه اوس مهال نږدې ۲۰۰ ټنو ته رسېدلې ده. دا شمېر د دې برخې د صنعتي فعالیتونو د پراختیا څرګندونه کوي.

د چارواکو په وینا، دا مهال په دې صنعتي پارک کې ۳۰ د پنبې‌تخم د تېلو د تولید فابریکې فعال دي. د دغو فابریکو ټولیزه کلنۍ د تولید وړتیا تر ۵۰ زره ټنو پورې ده.

د کندهار صنعتي پارک د هېواد په جنوبي سیمه کې له مهمو تولیدي ساحو څخه شمېرل کېږي، چې ګڼ شمېر د کرنیزو محصولاتو د پروسس فابریکې پکې فعالیت لري. د پنبې‌تخم د تېلو تولید، ترڅنګ د کورني بازار د یوې برخې اړتیا پوره کولو، لسګونو محلي اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابروي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button