اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

په کندهار کې د پنبې کر او حاصلات زیات شوي دي

د کندهار د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د پنبې کر په دې ولایت کې زیات شوی او د تېر کال په پرتله یې حاصلات د پام وړ لوړ شوي دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، سږکال په ۲۱۵۰ هکتاره ځمکه کې پنبه کرل شوې چې د تېر کال په پرتله ۱۰۰ هکتاره زیاتوالی ښيي او اټکل کېږي چې شاوخوا ۸۶۰۰ ټنه پنبه به راټوله شي.

د کندهار د زراعت ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي، دا زیاتوالی د تېر څو کلونو هڅو پایله ده چې موخه یې د پنبې د کر ودې او د هغې د کوکنارو د بدیل په توګه معرفي کول دي. د چارواکو په باور، د کندهار د خاورې او اقلیم له پنبې سره سازګاري دا لامل شوې چې دا محصول په اوسنیو شرایطو کې کروندګرو ته نسبي ښه پایلې ورکړي.

خو له دې سره، د کندهار په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر کروندګر وایي چې یوازې د تولید زیاتوالی د دوی ستونزې نه دي حل کړي. دوی د پنبې د ټیټې بیې او د منظم بازار د نشتوالي شکایت کوي او وايي چې د طالبانو اداره تر اوسه نه ده توانېدلې د عادلانه پلور او د کروندګرو د اغېزمن ملاتړ زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې، سیمه‌ییز چارواکي او د سوداګرۍ فعالان وايي چې د پنبې د کیفیت د ښه والي او بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي لپاره هڅې روانې دي. د کندهار د صنايعو او کانونو د خونې رئيس سید سرور اماني ویلي چې د پنبې د کیفیت د لوړولو چارې روانې دي تر څو دا محصول وکولای شي په سیمه‌ییزو بازارونو کې ښه ځای ومومي.

همداراز، وزیر احمد، یو تن سوداګر، تأیید کړي چې د پنبې صادرات ایران ته پیل شوي او تر اوسه ۷۰۰ ټنه پنبه دې هېواد ته صادره شوې ده. د چارواکو په وینا، د دامان، ډنډ، شاه‌ولي‌کوټ، میوند، ارغستان، معروف او ارغنداب ولسوالۍ د کندهار د پنبې د کر له اصلي سیمو څخه شمېرل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button