اقتصادمهم خبرونه

په ۱۷ ولایتونو کې له ۱۵۸ زره ټنه زیاته پنبه تولید شوې ده

د ملي احصايې او معلوماتو اداره وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې په هېواد کې د ۱۷ ولایتونو په کچه د پنبې کرنه شوې او د هغې ټول تولید له ۱۵۸ زره متریک ټنو څخه اوښتی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، هلمند ولایت د نږدې ۷۵ زره متریک ټنو په تولید سره د پنبې په تولید کې تر ټولو زیاته ونډه لري. له هغې وروسته، بلخ ولایت د شاوخوا ۳۴ زره متریک ټنو تولید سره دویم ځای لري.

همدارنګه، کندهار او جوزجان هغه نور ولایتونه دي چې په روان کال کې یې د پنبې په تولید کې د پام وړ ونډه لرلې ده. د پنبې کرنه د هېواد په یو شمېر سیمو کې له مهمو کرنیزو فعالیتونو څخه ده چې د ځایي اوسېدونکو د ژوند د عاید لپاره ځانګړې اهمیت لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button