امنیت او پېښېمهم خبرونه
د نورستان په برید کې د ملکيانو د خونديتوب اندېښنې زياتې شوې

د نورستان د والي وياند اعلان کړی چې د يوې ښځينه ډاکټر او د هغې د زوی مړي، چې د اختر په لومړۍ ورځ د پاکستاني نظامي ځواکونو په بريد کې وژل شوي وو، خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
فريدون صميم رسنيو ته ويلي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دغې مور او زوی موټر د کامدېش ولسوالۍ د باغيچې په سيمه کې تر بريد لاندې راغی. د ده په وينا، دواړه د دې بريد له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
کامدېش ولسوالي د نورستان له هغو سرحدي سيمو څخه ده چې له پاکستان سره پوله لري، او په وروستيو کلونو کې څو ځل د سرحدي نښتو او شخړو شاهد پاتې شوې ده.
دغه بريد په داسې حال کې شوی، چې د اختر په مناسبت اوربند اعلان شوی و. د اوربند له اعلان سره هممهاله د دغه ډول پېښې رامنځته کېدل د سرحدي سيمو د ناامنۍ د دوام او د ملکيانو د خونديتوب په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.




