اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان د حلقوي سړک د مهمې برخې د جوړولو کار بشپړ شو

د طالبانو د عامه چارو رياست ويلي چې د افغانستان د حلقوي سړک د يوې مهمې برخې د جوړولو کار بشپړ شوی دی. دا پروژه د هېواد له بنسټيزو طرحو څخه شمېرل کېږي چې د ولايتونو او مرکز تر منځ د نښلېدو لپاره مهم رول لري.

د دې رياست د معلوماتو له مخې، د ارملک–لامان سړک چې ۵۲ کيلومتره اوږدوالی لري، په بشپړ ډول قيرريزی شوی او کابل له ۱۴ شمالي ولايتونو سره نښلوي. دغه لاره د افغانستان د حلقوي سړک د شبکې يوه برخه ده چې د هېواد د بېلابېلو سيمو تر منځ د تګ راتګ اسانتيا برابروي.

د عامه چارو رياست مسؤلين زياته کړې چې د دې ملي پروژې د پاتې کارونو د ترتيب، تنظيم او بشپړولو هڅې دوام لري او د نورو برخو د کار د پيل لپاره هم پلان جوړ شوی دی.

د افغانستان حلقوي سړک ټولټال له درې زرو کيلومترو ډېر اوږدوالی لري او د دې پروژې بشپړېدل به د تګ راتګ، د سوداګريزو توکو د لېږد او د خلکو د بنسټيزو خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې مهم رول ولوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button