د کولمبیا ولسمشر د يوې وژنې له هڅې روغ پاتې شو

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پېترو اعلان کړی چې څو ساعته وړاندې یې د یوې وژنې له هڅې روغ پاتې شوی دی. د هغه په وینا، د دوشنبې ماښام د هغه هلیکوپټر د نامعلومو کسانو د ډزو له وېرې ونهتوانېد چې د کارایب سمندر پر ساحل ټاکلې ځمکني پوځي اډې ته ناست شي او مجبور شو چې خپل مسیر بدل کړي. پېترو چې د دولت د کابینې په غونډه کې وینا کوله، هغه غونډه چې ژوندۍ خپرېده، وضاحت ورکړ چې نږدې څلور ساعته یې د سمندر پر لور الوتنه وکړه او یوې بلې سیمې ته ولاړل چې د اصلي هدف له ځایه بېله وه. هغه وویل دا پرېکړه د احتمالي خطر د مخنیوي او “له مرګه د تښتېدلو” په هدف شوې ده. د کولمبیا ولسمشر ادعا کړې چې د نشهیي توکو د قاچاق یو شبکه له هغه وخته چې نوموړی د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې دنده پیل کړه، د ده د وژنې پلان جوړوي. د هغه په وینا، په دې احتمالي نقشه کې د نشهیي موادو د بانډونو مشران او د وسلهوالو ډلې قوماندانان، لکه ایوان مورډیسکو، چې د ۲۰۱۶ کال د سولې له تړون وروسته د فارک له جلا شوې څانګې مشري کوي، ښکېل بلل کېږي. دا پېښه په داسې حال کې راپورته کېږي چې کولمبیا د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې له زیاتېدونکو سیاسي تاوتریخوالو سره مخ ده. دغه هېواد په تېرو لسیزو کې د بېلابېلو ډلو تر منځ وسلواله نښتې، او د ګڼو سیاستوالو، په ځانګړي ډول د چپپالو مشرانو او نوماندانو، ترورونه تجربه کړي دي. پېترو، چې د کولمبیا د تاریخ لومړی چپپال ولسمشر بلل کېږي، د اساسي قانون له مخې د دوهم ځل لپاره د نوماندېدو حق نه لري. هغه مخکې هم په ۲۰۲۴ کال کې ویلي وو چې یو بل د ده پر ضد وژنې پلان ناکام شوی و.




