مهم خبرونهنړیوال

په خيبرپښتونخوا کې د دوو سياسي ګوندونو د پلويانو ترمنځ نښته

د عوامي نېشنل ګوند له لوري د تي راه د درې په سيمه کې د اعتراضي لاريون تر ترسره کېدو وروسته، د دې ګوند او د تحريک انصاف د پلويانو ترمنځ په خيبر ولسوالۍ د باړې په سيمه کې نښته رامنځته شوې ده.

د سيمه ييزو راپورونو له مخې، دا تاوتريخوالی هغه مهال پيل شو کله چې د اعتراضي لاريون تر پاى وروسته د دواړو ګوندونو د کارکوونکو او پلويانو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه. دغه لفظي شخړه ژر په فزيکي نښتې بدله شوه.

ځايي سرچينو زياته کړې چې د دې پېښې پر مهال د هوايي ډزو غږونه هم اورېدلي شوي دي. تر اوسه د احتمالي تلفاتو يا د ښکېلو کسانو د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د خيبر ولسوالي د خيبرپښتونخوا د هغو حساسو سيمو له ډلې ده چې پخوا هم د امنيتي او سياسي کړکېچونو شاهده پاتې شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button