يوه چينايي شرکت د غور د قيمتي ډبرو په کانونو کې د پانګونې چمتووالی څرګند کړی

د غور ولايت د رسنيو د دفتر د خبرپاڼې له مخې، د يوې چينايي شرکت مسئولانو د دې ولايت له والي مولوي حياتالله مبارک سره د تېرې شپې په ليدنه کې د غور د قيمتي ډبرو په کانونو کې د پانګونې پلانونه شريک کړي او د محلي ادارې د همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دا شرکت د کانونو د پانګونې د فرصتونو د څېړنې لپاره، په ځانګړي ډول د قيمتي ډبرو او سرو زرو په برخه کې، غور ته سفر کړی و.
د ياد شرکت مسئولانو ويلي چې د دوی د سفر موخه په غور کې د عقيق او نورو قيمتي ډبرو د پروسس فابريکو جوړول او انتقالول دي. هغوی له محلي ادارې څخه غوښتي چې د کانونو د تړونونو د امضا، د مناسب ځايونو د برابرولو او اړينو اسانتياوو د رامنځته کولو په برخو کې همکاري وکړي.
والي غور د دې علاقې هرکلی کړی او د چينايي پلاوي ډاډ ورکړی چې په اړونده سيمو کې امنيت خوندي دی. هغه زياته کړې چې محلي اداره به د اړوندو رياستونو په همغږۍ او د طالبانو د ادارې د اصولو او پاليسيو له مخې اړينه همکاري وکړي.
خو، والي ټينګار کړی چې د هر ډول کانونو تړون بايد د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت له رسمي مجرا څخه ترسره شي.
غور د افغانستان له غرنیو ولايتونو څخه دی چې ګڼ شمېر کانونه لري، او له هغه وروسته چې د طالبانو اداره بېرته واک ته ورګرځېدلې، يو شمېر کورنيو او بهرنيو شرکتونو د دې ولايت په کانونو کې د پانګونې لېوالتيا څرګنده کړې ده؛ خو دا موضوع د شفافيت، څارنې او د سيمهييزو اوسېدونکو د واقعي ګټو په اړه پوښتنې هم راولاړې کړې دي.




