مهم خبرونهنړیوال

افغانان د بريتانيا له دفاع وزارت څخه د معلوماتو د افشا له امله شکايت کوي

د بريتانیا رسنيو د راپور له مخې، يو شمېر افغانان چې د بريتانيا د دفاع وزارت د معلوماتو د ناسم مديريت له امله له خطر سره مخ شوي، د دغه وزارت پر وړاندې حقوقي بهير پيل کړی دی.

راپورونه وايي نږدې زر کسان د رسمي شکايت له ثبتېدو سره نژدې شوي، او د دوی وکيلان وايي چې دغه اقدام د حساسو معلوماتو د افشا او د هغې جدي پايلو له امله ترسره کېږي.

د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ، د يوه معلوماتي بانک د افشا کېدو په پايله کې د شاوخوا ۲۵ زرو افغانانو او د هغوی د کورنيو غړو شخصي معلومات افشا شوي، چې دغه چاره د دوی امنيت ته يو جدي ګواښ بلل شوی دی.

د دغو افغانانو وکيلانو اعلان کړی چې دوى به د خپلو موکلينو په استازولۍ د هر کس لپاره لږ تر لږه د ۵۰ زره پونډو د تاوان غوښتنه وکړي او د پېښې مسئوليت يې د بريتانيا پر دفاع وزارت ور اچولی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button