چین: هېڅ هېواد نشي کولای د نړۍ د قاضي او پولیس رول ولوبوي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېڅ هېواد نشي کولای د نړۍ د قاضي او پولیس رول په یو اړخیز ډول ولوبوي، او د هېوادونو امنیت باید د نړیوالو قوانینو پر بنسټ تأمین شي.
وانګ یی دغه څرګندونې په بېجینګ کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر، اسحاق دار، سره د لیدنې پر مهال وکړې. هغه د وېنزویلا وروستیو تحولاتو ته په اشارې ټینګار وکړ چې بېجینګ له هغو دریځونو سره موافق نه دی چې یو هېواد ځان د نړیوال نظم د قاضي یا مجري په توګه مطرح کړي.
د هغه په وینا، د ملي حاکمیت اصل او د ټولو هېوادونو امنیت باید پرته له استثنا او د نړیوالو منل شوو اصولو له مخې ملاتړ وشي، او هېڅ ځواک باید له دې چوکاټ څخه بهر عمل ونه کړي.
په عین وخت کې، یو شمېر هېوادونو د واشنګټن اقدام، چې د وېنزویلا پر وړاندې یې برید کړی او د دې هېواد ولسمشر، نیکولاس مادورو، یې تښتولی، د ملګرو ملتونو د منشور څرګند سرغړونه بللې ده. شنونکي باور لري چې د وېنزویلا د تېلو پر سرچینو لاسرسی او واکمنۍ ترلاسه کول د دې اقدام له اصلي موخو څخه دي.
ځینې کارپوهان دا هم وایي چې د دغو فشارونو هدف دا دی چې کاراکاس د امریکا د غوښتنو منلو ته اړ شي، یو بهیر چې له نظره د منتقدانو، د هېوادونو د سیاسي خپلواکۍ له اصولو سره په ټکر کې دی.




