مهم خبرونهنړیوال

چین د امریکا د غزې پرېکړه‌لیک نیمګړی بولي

چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د غزې د وضعیت په اړه پر امریکا د انتقاد ترڅنګ ویلي، چې د دغه هېواد له خوا وړاندیز شوی پرېکړه‌لیک د فلسطینیانو د برخلیک ټاکلو حق او د خپلواکې دولت د رامنځته کېدو اصلي موضوع نه ده څېړلې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، مائو نینګ، ویلي چې یاد پرېکړه‌لیک د دوه-دولتونو حل اساسي موضوع نه ده څېړلې او همداراز دا هم روښانه نه کوي چې د جګړې تر پای وروسته به د غزې راتلونکی څه ډول وي. هغې زیاته کړه: “د چین ممتنع رایه دا دلیل لري چې دغه پرېکړه‌لیک د فلسطیني دولت د جوړېدو له اساسي حل څخه سترګې پټې کړې دي.”

یادې چینایي چارواکې دا هم ویلي، چې چین د فلسطيني ولس د مشروع دریځ ملاتړ کوي او غواړي، چې په سیمه کې یو پراخ، دوامدار او عادلانه سوله ټینګه شي.

نوموړې همداراز د امنیت شورا هغه هڅې ستایلي، چې موخه‌یې د اوربند تامین، د بشري بحران کمول او په غزه کې د بیا رغونې کارونه پیلول دي.

دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه وروستۍ ناسته کې شوې، چې د نیویارک وخت له مخې دوشنبه ناوخته ترسره شوه. په دې ناسته کې د شورا له ۱۵ غړو هېوادونو څخه ۱۳ یې د امریکا د پرېکړه‌لیک له مسودې سره موافقه وښوده، خو چین او روسیې ممتنع رایې ورکړې. یاده پرېکړه‌لیک دا وړاندیز لري چې د اوربند د ساتلو لپاره نړیوال ځواکونه ځای پر ځای شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button