چين د امريکا دفاعي راپور او د جاپان تحرکات رد کړل

د چين د بهرنيو چارو وزارت د يوې تندې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا د متحده ايالاتو تازه دفاعي راپور رد کړی او هغه يې د چين د دفاعي پاليسۍ تحريف بللی دی. بېجنګ څرګنده کړې چې د دغه راپور له منځپانګې سره په کلکه مخالفت لري او هغه ناسم بولي.
په اعلاميه کې د چين د دفاع وزارت هم د جاپان د تحرکاتو په اړه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې د توکيو له هر ډول «زورهورو او پاروونکو» کړنو په وړاندې به متقابل او قاطع ګامونه پورته کړي.
ياد راپور د امريکا د دفاع وزارت تازه دفاعي سند دی چې د دغه هېواد د کانګرس په غوښتنه چمتو شوی، او هدف يې د هغو پوځي ګواښونو ارزونه ده چې د امريکا په وينا چين ورته متوجه دی. دا راپور وروستۍ ورځو کې د پينټاګون لهخوا خپور شو.
په راپور کې راغلي چې د چين د پوځ د پرمختګ او د هغه د زغم د زياتېدو سره، بېجنګ د واشنګټن سره د لويو موافقو په ترلاسه کولو کې محتاطانه چلند غوره کوي، خو په عين وخت کې د امريکا د خاورې د زيانمنېدو احتمال زياتوي.
پينټاګون دا هم ادعا کړې چې چين د تايوان پر وړاندې د فشارونو له زياتېدو سره يو مهال، د اوکراين په جګړه کې د روسيې له ستونزو او ناکاميو څخه زده کړې تر لاسه کړي دي. د راپور په يوه بله برخه کې راغلي چې چين پلان لري تر ۲۰۳۵ کال پورې نور شپږ هوايي بېړۍ (ايرکرافټ کيرييرونه) جوړ کړي.




