چين او پاکستان د امنيتي همکاريو پراخېدو ته چمتو دي

چين اعلان کړی چې له پاکستان سره د امنيتي همکاريو د پراخېدو لپاره، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او مخابراتي جرمونو د مخنيوي په برخه کې، بشپړه تياری لري. دا دريځ د چين د عامه امنيت وزير د پاکستان د کورنيو چارو له وزير سره د ليدنې پر مهال څرګند شوی دی.
وانګ شياوهونگ، د چين د عامه امنيت وزير، د محسن نقوي، د پاکستان د کورنيو چارو وزير سره د کتنې پر مهال ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه بايد خپل ګډ هڅې زياتې کړي، تر څو د امنيتي ګواښونو او ننګونو اغېزمن مديريت وکړي او د دواړو هېوادونو ملي امنيت او ټولنيز ثبات خوندي شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې محسن نقوي په همدې ليدنه کې ويلي، اسلاماباد پرېکړه کړې چې د چينايي اتباعو د امنيت د خوندي کولو لپاره يوه ځانګړې ځواک رامنځته کړي؛ هغه اقدام چې د پکن د زياتېدونکو اندېښنو په غبرګون کې ترسره کېږي.
په وروستيو کلونو کې وسلهوالو ډلو څو ځله په پاکستان کې هغو چينايي اتباعو بريدونه ترسره کړي، چې په سترو زيربنايي پروژو کې کار کوي. دغه پروژې زياتره د بيجینګ په پانګونه عملي کېږي او د پاکستان د اقتصاد لپاره ستر اهميت لري.
ځينې د سيمې د چارو څارونکي باور لري چې د پاکستان حکومت د امنيتي بحرانونو په ناسمه اداره کولو سره د ناامنۍ د زياتېدو زمينه برابره کړې ده، او وروسته د نوو پلانونو او ځواکونو په پيل کولو سره هڅه کوي دغه وضعه کنټرول کړي. دا چلند د دغه هېواد د سياسي او اقتصادي ګټو په رڼا کې ارزول کېږي.




