مهم خبرونهنړیوال

چین او پاکستان د خلیج فارس د کړکېچ د مهار لپاره پنځه مواردیزه طرح وړاندې کړه

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د خلیج فارس او منځني ختیځ د سولې او ثبات د بېرته ټينګښت لپاره د پنځو مواردو ګډ ابتکار اعلان کړی دی. دغه طرح د جګړې د فوري درولو، د سیاسي خبرو د پیل او د ملکي وګړو او نړیوالو اوبو لارو د امنیت پر تضمین تمرکز لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، چې د دواړو هېوادونو تر لیدنې وروسته خپره شوې ده، د دې طرح لومړی ټکی د دښمنیو سمدستي درول دي. دواړه هېوادونه د بې‌درنګه اوربند او د جګړې د پای غوښتونکي دي او ټینګار کوي چې بشردوستانه مرستې باید پرته له خنډه ټولو اغېزمنو سیمو ته ورسېږي.

په دوهمه برخه کې په چټکۍ سره د سولې د خبرو د پیل غوښتنه شوې ده. په دې طرح کې د ایران او د خلیج فارس د نورو هېوادونو د حاکمیت، ارضي بشپړتیا، ملي خپلواکۍ او امنیت د ساتنې پر اهمیت ټینګار شوی دی. همدارنګه خبرې اترې او ډیپلوماسي د اختلافاتو د حل یوازینی عملي لاره بلل شوې ده. له ښکېلو خواوو غوښتنه شوې چې د خبرو پر مهال له زور کارونې یا ګواښ څخه ډډه وکړي.

د دې ابتکار درېیم ټکی د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو ساتنه ده. چین او پاکستان له ټولو لورو غوښتي چې د ملکي خلکو او مهمو تاسیساتو لکه انرژي، د اوبو تصفیې، برېښنا او د سوله‌ییزو اتومي تاسیساتو پر ضد بریدونه ودروي او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو رعایت وکړي.

په څلورمه برخه کې د نړیوالو اوبو لارو، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي امنیت ته اشاره شوې ده. دا تنګی د نړېوالو سوداګریزو توکو او انرژۍ د لېږد یو مهم مسیر بلل کېږي. دواړه هېوادونه غواړي چې د بېړیو او د هغوی د عملې امنیت یقیني شي، سوداګریزې بېړۍ خوندي تیرې شي او عادي سمندري تګ راتګ ژر بېرته پیل شي.

د دې طرح پنځم او وروستی ټکی د څو اړخیزوالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د رول پیاوړتیا ده. چین او پاکستان څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو پر بنسټ یو هراړخیز دایمي د سولې چوکاټ جوړول کولی شي د سیمې د دوامدارې سولې زمینه برابره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button