مهم خبرونهنړیوال

چین او پاکستان د افغانستان په اړه د درې اړخیزو خبرو د دوام غوښتنه وکړه

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د دې هېوادونو د چمتووالي اعلان وکړ چې د «د چین–افغانستان–پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزو خبرو» او د «د چین–بنگله‌دېش–پاکستان د همکارۍ چوکاټ» څخه د لا استفاده په موخه خپلې هڅې دوام ورکړي، څو نوي پایلې ترلاسه شي.

په اعلامیه کې راغلي چې دواړه خواوې پر دې موافقې ته رسېدلې دي چې په افغانستان اړوند به نږدې اړیکې او همغږي وساتي او له نړیوالې ټولنې سره یوځای غواړي د طالبانو اداره وهڅوي چې یو هر‌ شمول سیاسی چوکاټ جوړ کړي، منځلاري سیاستونه غوره کړي، له ګاونډیانو سره ښې اړیکې پیاوړې کړي او د افغانستان د ثبات او پراختیا لپاره رغنده رول ولوبوي.

چین او پاکستان همدارنګه ټینګار کړی چې باید ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخيستل شي، هغه موضوع چې په تېرو کلونو کې د سیمې او نړیوالې ټولنې د اصلي اندېښنو له ډلې وه.

دا دریځ په داسې حال کې څرګندېږي چې د طالبانو اداره څو ځله ویلي، اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ متوجه شي، خو د سیمې دوامدارې اندېښنې ښيي چې نړيواله ټولنه لا هم د عملي ګامونو، شفافیت او لا زيات ځواب‌ ویونکي تګلارو غوښتنه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button