سياستمهم خبرونه

چين د افغانستان او پاکستان د اړیکو د نرمولو لپاره د منځګړيتوب چمتووالی څرګند کړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د چین ځانګړي استازي د افغانستان لپاره د مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې پکن له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دی تر څو د افغانستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی کم شي او د دواړو هېوادونو اړیکې د مثبت تعامل پر لور لاړې شي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د افغانستان او چین تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې د وروستیو تحولاتو او همدارنګه د هغه څه په اړه چې «د پاکستان نظامي تېری پر د افغانستان حاکمیت» بلل شوی، بحث او خبرې شوې دي.

مولوي امیرخان متقي د دې ناستې پر مهال د کابل او پکن اړیکې مثبتې بللې او هیله یې څرګنده کړې چې په بېلابېلو برخو کې همکارۍ لا پراخې شي. نوموړي همدارنګه د طالبانو د ادارې دریځ د پاکستان وروستي بریدونه پر «ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا» په اړه څرګند کړی او ویلي یې دي چې دا اداره د شخړو د حل لپاره خبرې اترې لومړیتوب ګڼي، خو د هېواد دفاع خپل حق بولي.

سره له دې، د پولې پر امتداد دوامدارې اندېښنې او د بهرنۍ پالیسۍ د مدیریت لپاره د یو روښانه او ملي منل شوي چوکاټ نشتوالی بیا ځلي دا اندېښنې زیاتې کړې دي چې د طالبانو اداره به د کړکېچونو د سمبالښت وړتیا څنګه ولري. منتقدان باور لري چې د سیاسي وضعیت مبهم تګلاره او د نړیوال مشروعیت نشتوالی د افغانستان وړتیا د اغېزمنې سیمه ییزې ډیپلوماسۍ په لړ کې محدوده کړې ده.

په همدې حال کې، د چین ځانګړي استازي ټینګار کړی چې هېواد یې غواړي د افغانستان او پاکستان تر منځ شخړې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي او هڅه کوي چې د سیمې تاوتریخوالی زیات نه شي. هغه زیاته کړې چې پکن له پاکستاني لوري سره هم په تماس کې دی څو د دواړو ګاونډیو تر منځ د تاوتریخوالي د کمېدو او د اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابره شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button