د چین او جاپان ترمنځ تاوتریخوالی د نوي صادراتي محدودیتونو له امله زیات شو

د چین د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې چین به شل جاپاني ادارو ته د دوه اړخیز استعمال توکو صادرات بند کړي. پکن ویلي، دغه ادارې د جاپان د پوځي اړتیاوو په پوره کولو کې رول لري. دا پریکړه د چین د نویو صادراتي کنټرولونو د چوکاټ په ترڅ کې عملي کېږي.
د رسمي اعلامیې له مخې، دغه محدودیتونه د ځینو لویو جاپاني صنعتي شرکتونو اړوند برخې هم رانغاړي، لکه د میتسوبیشي د بېړیو جوړونې او فضایي انجنونو برخې. خو چینایي چارواکو د هغو توکو ډولونه چې د دې کنټرولونو تر پوښښ لاندې راځي، نه دي څرګند کړي.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دې پرېکړې هدف د جاپان د «بیا پوځي کېدو او هستوي جاهطلبیو» مخنیوی دی. په اعلامیه کې راغلي چې بهرني بنسټونه او اشخاص به هم اجازه ونه لري چې د چین له منبعو څخه راغلي دوه اړخیز استعمال توکي هغو ادارو ته ولیږدوي چې د تحریم په لېست کې شاملې دي.
همدارنګه ټینګار شوی چې چینایي شرکتونه باید د اړوندو چارواکو له اجازې پرته یادو ادارو ته هېڅ ډول محصول و نه پلوري. دوه اړخیز استعمال توکي هغه مواد او ټکنالوژۍ دي چې په ملکي او پوځي دواړو برخو کې د کار وړتیا لري.




