د چین استازی د طالبانو له ادارې سره د امنیتي همکارۍ غوښتنه وکړه

د چیناستازي په ملګرو ملتونو کې له سیمه ییزو امنیتي اندېښنو سره په تړاو د طالبانو له ادارې سره د تعامل او همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده. دا موضوع د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډه کې راپورته شوه.
د چین سفیر سون لي د جمعې په ورځ (د دلو ۱۰مه) په دې غونډه کې وویل، د دې همکارۍ هدف دا دی چې افغانستان بیا د ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه ځای ونه ګرځي او د بهرنیو جنګیالیو د بېرته راتګ او فعالیت مخه ونیول شي. نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې د سیمې عمومي امنیتي حالت باثبات بلل کېږي، خو لا هم په افغانستان، سوریه او پاکستان کې بریدونه دوام لري.
په همدې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش د افغانستان څخه د سرحدونو هاخوا د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې باید ډاډ ترلاسه شي، هېڅ ترهګره ډله د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار نه اخلي.
ګوټرش همدارنګه د پاکستاني تحریک طالبان (TTP) ته د طالبانو د ادارې د احتمالي ملاتړ په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه، هغه موضوع چې له وړاندې یې د اسلاماباد له خوا څو ځله نیوکې شوې دي. د پاکستان چارواکي وايي، د TTP بریدونه د افغانستان له دننه څخه ملاتړ ترلاسه کوي.
دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې څو ورځې وړاندې په کابل کې یو چاودنه هغه رستورانت وواهه چې د چینایي وګړو له خوا کارېده، چې په پایله کې یې اوه تنه ووژل شول. دغه پېښه یو ځل بیا د طالبانو د ادارې د امنیتي وړتیا او ارادې په اړه پوښتنې راپارولي دي، چې ایا دوی کولای شي د وسله والو ډلو له فعالیتونو څخه د مخنیوي ډاډ ورکړي که نه.




