مهم خبرونهنړیوال

چين د امريکا او اسرائيل بريدونه پر ايران د نړيوالو قوانينو سرغړونه وبلله

د چين د بهرنيو چارو وزارت د امريکا او اسرائيلو له خوا پر ايران د ترسره شويو بريدونو يادونه وکړه او دغه اقدام يې د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه وبلله. وزارت ټينګار وکړ چې د هستوي انرژۍ سوله ييز استعمال د ايران مشروع حق دی. چين له ټولو اړخونو وغوښتل چې جګړه دې ودروي او بېرته د خبرو مېز ته ستانه شي.

د نړيوالو رسنيو د راپور په اساس، د چين د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړه چې د خبرو اترو پر مهال بريدونه د منلو وړ نه دي او دغه شان کړنې کولی شي د سيمې لپاره پراخې پايلې ولري. پکن خبردارۍ ورکړی چې د جګړې دوام به د تاوتريخوالي لمن نوره هم پراخه کړي.

په دې بيان کې همدارنګه ويل شوي چې يو اړخيز ګامونه کولی شي د سيمې ثبات کمزوری کړي. چين له ټولو اړخونو وغوښتل چې پوځي عمليات ودروي او د حالت له لا خرابېدو ډډه وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت همدارنګه د جګړې د ګاونډيو هېوادونو پر لور د پراخېدو له احتمال څخه اندېښنه څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ چې د ايران د هستوي موضوع بايد د خبرو اترو له لارې حل شي. پکن څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ګډون، د ديپلوماتيکو لارو د ملاتړ دوام ته ژمن دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button