مهم خبرونهنړیوال

چين د امريکا کړنې د ونزويلا پر ضد د سولې لپاره ګواښ وبللې

د ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال استازي د دوشنبې په ورځ د امنيت شورا په غونډه کې چې د ونزويلا د وضعيت په اړه جوړه شوې وه، د امريکا متحدو ايالاتو کړنې د لاتين امريکا او نړيوالې کچې د سولې او امنيت لپاره جدي ګواښ وبللې.

دغه چيني چارواکي ټينګار وکړ چې بېجنګ د واشنګټن يواړخيز او غيرقانوني اقدامات په کلکه غندي او دا کار د نړيوال قانون له اصولو او د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې بولي. د هغه په وينا، دا ډول چلند نه يوازې د کړکېچونو په هوارولو کې مرسته نه کوي، بلکې د تاوتريخوالي د زياتېدو لپاره زمينه برابروي.

د چين استازي زياته کړه، پر ځای د دې چې متحده ايالات څو اړخيزتوب پياوړی کړي او له ديپلوماتيکو لارو ګټه واخلي، سياسي نفوذ او آن پوځي لارې ته لومړيتوب ورکوي؛ يوه تګلاره چې د بېجنګ په باور د هېوادونو ګډ امنيت له خطر سره مخ کوي.

هغه همدارنګه وويل، چين له هغه څه ژور غوڅ شو چې «د امريکا تيری پر ونزويلا او د دې هېواد د قانوني او منتخب ولسمشر تښتونه» يې وبلله، او د واشنګټن کړنې يې زورواکانې، غيرقانوني او د ونزويلا د ملي حاکميت نقض وبللې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button