مهم خبرونهنړیوال

چين د اسلام‌اباد ځانمرګي بريد وغندلو

د چين د بهرنيو چارو وزارت د دوو ورځو ځنډ وروسته په اسلام‌اباد، د پاکستان په پلازمېنه کې د وروستي ځانمرګي بريد کلکه غندنه وکړه او له د دغه هېواد له وګړو سره يې د خواخوږۍ څرګندونه وکړه.

دغه وزارت په يوه رسمي اعلاميه کې ويلي، چين له هر ډول ترورېزم سره مخالف دی او د پاکستان له حکومت او خلکو سره د امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره خپل پياوړی ملاتړ ته دوام ورکوي. په اعلاميه کې ټينګار شوی چې بېجنګ د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره ولاړ دی.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دا ځانمرګی بريد د جمعې په ورځ د اسلام‌اباد په يوه جومات کې وشو چې په پايله کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپيان شوي دي. دا پېښه د دې ښار په وروستيو اونيو کې له مرګ‌بارو بريدونو څخه ګڼل شوې ده.

د دغه بريد پړه د داعش خراسان ډلې په پاکستاني څانګه اچولې ده. په عين وخت کې راپورونه څرګندوي چې په وروستيو اونيو کې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې ناامنۍ زياتې شوې دي، چې دا وضعيت په دغه هېواد او سيمه کې د امنيتي اندېښنو د زياتېدو لامل شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button