مهم خبرونهنړیوال

چين د افغانستان او پاکستان د اړیکو د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې بیجینګ هیله لري افغانستان او پاکستان روانې کړکېچنې اړیکې راکمې کړي، له زغم او خویشتن‌دارۍ کار واخلي او د شخړو د حل لپاره مستقیمو خبرو ته حاضر شي. لین جیان ټینګار وکړ چې هېواد یې غواړي د کابل او اسلام‌اباد تر منځ ژر تر ژره اوربند پرېکړه وشي او ستونزې د دیپلوماتیکو لارو هوارې شي.

د ده په وینا، د چین ځانګړي استازی د افغانستان لپاره، یو شیاویونګ، خپلو سفرونو ته افغانستان او پاکستان ته پیل کړی ترڅو د دواړو لورو ترمنځ د منځګړتوب هڅې وکړي. دا ګام په داسې حال کې اخېستل کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې له تاوتریخوالي سره مل وې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې بیجینګ چمتو دی خپلې هڅې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره دوام ورکړي. چین له دې وړاندې هم د سیمې پر ثبات او د اختلافونو پر سوله‌ییز حل ټینګار کړی و.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button