د چین په یوه بېوټېکنالوژۍ شرکت کې چاودنې د اتو کسانو ژوند واخیست

د چین دولتي رسنیو ویلي چې د دغه هېواد په شمال کې د یوه وړوکي بېوټېکنالوژۍ شرکت د چاودنې له امله اته تنه وژل شوي دي. دا پېښه د شنبې په سهار د شانشي ولایت د شوویانګ په ښار کې رامنځته شوې ده.
د دولتي خبري آژانس شینهوا راپور ورکړی چې له چاودنې وروسته د «جیاپنګ» په نوم د بېوټېکنالوژۍ شرکت قانوني استازی د چارواکو لهخوا نیول شوی او د پېښې د علت او څرنګوالي د څېړنې لپاره یو ځانګړی ټیم سیمې ته استول شوی دی.
شینهوا زیاتوي چې دغه شرکت په یوه غرني سیمه کې موقعیت لري او له چاودنې وروسته له پېښې ځایه تور ژېړ لوګی فضا ته خوتی و. تر اوسه د زیانونو او د ساحې د وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
تر اوسه د دې چاودنې دقیق لامل نه دی معلوم شوی او د چین چارواکي وایي چې څېړنې روانې دي. د جیاپنګ بېوټېکنالوژۍ شرکت په جون میاشت، ۲۰۲۵ کال کې تاسیس شوی او د دې فعالیتونه د حیواني خوړو څېړنې، د ډبرو سکرو محصولاتو او د ودانیزو توکو په برخه کې دي.




